د ملا انصاري وژل کیدو ته بېلابېل غبرګونونه شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120504-د_ملا_انصاري_وژل_کیدو_ته_بېلابېل_غبرګونونه_شوې_دي
طالبانو په دې برید کې د ملا انصاري، د هغه د ورور او امنيتي ساتونکو په ګډون د ۱۸ تنو د وژل کیدو خبر ورکړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2022 04:49 Asia/Kabul
  • د ملا انصاري وژل کیدو ته بېلابېل غبرګونونه شوې دي

طالبانو په دې برید کې د ملا انصاري، د هغه د ورور او امنيتي ساتونکو په ګډون د ۱۸ تنو د وژل کیدو خبر ورکړی دی

د هرات ښار په ګذرګاه جومات کې پرون د جُمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید،چې د طالبانو د سرسخت ملاتړي ملا مجیب الرحمان انصاري په ګډون د لسګونه تنو د مرګ ژوبلې سبب شو، په پراخه کچه غندل شوی دی

د دغه برید مسئولیت چې اصلي هدف ېې د ملا انصاري په نښه کیدل ښودل شوي، داعش ډلې پر غاړه اخیستی.

طالبانو په دې برید کې د ملا انصاري، د هغه د ورور او امنيتي ساتونکو په ګډون د ۱۸ تنو د وژل کیدو او ۲۲نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی،خو ځايي سرچينو ويلي چې د برید د وژل شويو کسانو شمېر شاوخوا ۴۰ او د ټپيانو هم له اعلان شویو ارقامو څخه زيات دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي ځانګړي دفتر ياد شوی برید غندلی او د عبادت ځايونو د خوندیتوب غوښتنه ېې کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې پخواني شورا رييس ډاکټر عبدالله او ګڼو نورو افغان سیاسي څېرو هم دا برید غندلی.