طالبان وايي د اقتصادي بحران د حل لپاره هڅې روانې دي
د افغانستان د اقتصاد وزارت مسوولین وايي، چې د افغانستان د اقتصادي ځان بساینې ته د رسېدو لپاره یې د پانګونې د جذب اسانتیاوې رامنځته کړې دي
د افغانستان د اقتصاد وزارت مسوولین وايي، چې د افغانستان د اقتصادي ځان بساینې ته د رسېدو لپاره یې د پانګونې د جذب اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
د ډیلي مسیر په لیکنه، دوی وايي اقتصادي خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره اړینه ده چې خصوصي سکټور په هېواد کې پانګونه وکړي.
د افغانستان د اقتصاد وزارت چارواکي هم داشان وايي چې د طالبانو حکومت د خصوصي سکټور لپاره په هېواد کې د پانګونې زمینه برابره کړې ده. دوی زیاتوي: که خصوصي سکټور د هېواد د کرنې، کانونو، د انرژۍ د تولید او خدماتو په برخه کې پانګونه وکړي نو افغانستان به په خورا چټکۍ سره له اقتصادي بحرانه وژغورل شي.
د دې وزارت د مسئولینو په خبره، د اقتصادي خپلواکۍ لپاره په ملي کچه یو خوځښت ته اړتیا شته چې د رامنځته کېدو لپاره یې د طالبانو لخوا هڅې روانې دي. د طالبانو د حکومت مسئولین په خصوصي سکټور او پانګه والو غږ کوي چې افغانستان کې د پانګونې د پراختیا لپاره اقدامات ترسره کړي او هر ډول همکارۍ ته چمتووالی لري.