طالبان وايي د اقتصادي بحران د حل لپاره هڅې روانې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120518-طالبان_وايي_د_اقتصادي_بحران_د_حل_لپاره_هڅې_روانې_دي
د افغانستان د اقتصاد وزارت مسوولین وايي، چې د افغانستان د اقتصادي ځان بساینې ته د رسېدو لپاره یې د پانګونې د جذب اسانتیاوې رامنځته کړې دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2022 08:15 Asia/Kabul
  • طالبان وايي د اقتصادي بحران د حل لپاره هڅې روانې دي

د افغانستان د اقتصاد وزارت مسوولین وايي، چې د افغانستان د اقتصادي ځان بساینې ته د رسېدو لپاره یې د پانګونې د جذب اسانتیاوې رامنځته کړې دي

د افغانستان د اقتصاد وزارت مسوولین وايي، چې د افغانستان د اقتصادي ځان بساینې ته د رسېدو لپاره یې د پانګونې د جذب اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د ډیلي مسیر په لیکنه، دوی وايي اقتصادي خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره اړینه ده چې خصوصي سکټور په هېواد کې پانګونه وکړي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت چارواکي هم داشان وايي چې د طالبانو حکومت د خصوصي سکټور لپاره په هېواد کې د پانګونې زمینه برابره کړې ده. دوی زیاتوي: که خصوصي سکټور د هېواد د کرنې، کانونو، د انرژۍ د تولید او خدماتو په برخه کې پانګونه وکړي نو افغانستان به په خورا چټکۍ سره له اقتصادي بحرانه وژغورل شي.

د دې وزارت د مسئولینو په خبره، د اقتصادي خپلواکۍ لپاره په ملي کچه یو خوځښت ته اړتیا شته چې د رامنځته کېدو لپاره یې د طالبانو لخوا هڅې روانې دي. د طالبانو د حکومت مسئولین په خصوصي سکټور او پانګه والو غږ کوي چې افغانستان کې د پانګونې د پراختیا لپاره اقدامات ترسره  کړي او هر ډول همکارۍ ته چمتووالی لري.