د افغانستان له نیمايي زیات خلک په انساني مرستو ژوند تیروي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120526-د_افغانستان_له_نیمايي_زیات_خلک_په_انساني_مرستو_ژوند_تیروي
د کډوالو نړيوال سازمان وايي ۵۹سلنه افغانان په نړیوالو بشري مرستو خپل‌ ژوند تامینوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2022 09:29 Asia/Kabul
  • د افغانستان له نیمايي زیات خلک په انساني مرستو ژوند تیروي

د کډوالو نړيوال سازمان وايي ۵۹سلنه افغانان په نړیوالو بشري مرستو خپل‌ ژوند تامینوي

د کډوالو نړيوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د سخت بشري ناورين د حاکميت له کبله د دغه هېواد ۵۹ سلنه خلک په نړيوالو بشري مرستو خپل ژوند تامینوي.

دغه سازمان د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې په نړيوالو بشري مرستو د خپل ژوند د تامين کوونکو افغانانو شمېر ۲۴,۴ميلیونو تنو ته رسيږي.

دغه سازمان له افغانستان سره د نړيوالو مرستو د دوام غوښتنه کړې او ویلي چې د سخت فقر له کبله دغه هېواد د سيستماټيکې پاشلتيا له ګواښ سره مخامخ دی.

د کډوالو نړيوال سازمان په راپور کې د افغانستان د بېوزلۍ تر څنګ د خوراکي او نورو توکيو د بېسارې ګرانۍ يادونه هم شوې ده.

آيي او ايم خپله له څه باندې ۱،۳ميليونه افغانانو سره د خوړو، موقتې سرپناه، روغتيايي او نورو خدمتونو په برخه کې د خپلو مرستو خبر هم ورکړی او ویلي یې دي چې دا مرستې ېې د تېر يوه کال په موده کې کړي دي.