د طالبانو د مهمو شخصیتونو ساتونکی ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120534-د_طالبانو_د_مهمو_شخصیتونو_ساتونکی_ووژل_شو
تېره شپه ځينو رسنيو راپور ورکړی و،چې د کابل کارته چهار شاوخوا سیمه کې د پرلپسې راکټونو لګېدو او ځوابيه ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2022 11:12 Asia/Kabul
  • د طالبانو د مهمو شخصیتونو ساتونکی ووژل شو

تېره شپه ځينو رسنيو راپور ورکړی و،چې د کابل کارته چهار شاوخوا سیمه کې د پرلپسې راکټونو لګېدو او ځوابيه ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

نا تاييد شوي راپورونه وايي ،چې د طالبانو د استخباراتو د لوی ریاست مرستیال حاجي احمد د کابل په کارته چهار سیمه کې له خپلو پینځو امنيتي ساتونکو سره د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی.اوس تازه راپورونه وايي، چې دغه غږونه د بې پیلوټه الوتکې د بریدونو وو،چې یاد شوی طالب استخباراتي مقام پکې وژل شوی دی.

تېره شپه ځينو رسنيو راپور ورکړی و،چې د کابل کارته چهار شاوخوا سیمه کې د پرلپسې راکټونو لګېدو او ځوابيه ډزو غږونه اورېدل شوي دي.  لومړنيو راپورونو په اساس،په دې بريدونو کې د نوموړي دوه تعقيبي موټر هم له منځه وړل شوي دي.

خو  د طالبانو امنيتي مسوولينو او وياندويانو دا پېښه تاييد يا رد کړې نه ده.

په وروستيو کې طالب چارواکو په پرله پسې ډول پر امريکا نیوکې کړي چې بې پیلوټه الوتکې ېې لا هم د افغانستان په فضا کې ګرځي او هوايي حريم ېې نقضوي.

څو مياشتې مخکې د امريکا یوې بې پیلوټه الوتکې د کابل په شېرپور سیمه کې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري هم په نښه او وواژه.

امریکايي چارواکي پرته له دې،چې په افغانستان کې د خپلو بې پیلوټه الوتکو د ګزمو په اړه څه ووايي،ټینګار کوي چې د سرتېرو د نه موجوديت سره ېې په افغانستان کې خپل امنيت ته خطر جوړونکي لوري له منځه وړلای شي.