سیلاب د افغانستان ۱۲نور کسان وژلي دي
فارس خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان په پکتیکا ولایت کښې د سیلاب له کبله دولس نور کسان وژل شوي.
افغانستان په تیرو څو میاشتو او ورځو کښې د زلزلو او د سیلاب په شمول له طبیعي پیښو سره مخامخ دی کوم چې د هیواد خلکو ته زیات مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي.
د افغانستان د طالبانو موقته حکومت پرون وویل په پکتیکا ولایت کښې د سیلاب له کبله دولس کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي هم دي.
په پکتیکا کښې سیلاب د شپاړس زره هیکټاره کرهڼیزو ځمکو د له مینځه تلو سبب هم شوی.
بلومبرګ خبري اژانس هم راپور ورکړی په تیرو دوو میاشتو کښې په افغانستان کښې د زلزلو او د سیلابونو په شمول په طبیعي پیښو کښې څه د پاسه پینځلس سوه کسان وژل شوي او د دغه هیواد د خلکو شتمنیو او بیخ بنایانو ته دوه میلیارډه ډالره تاوانونه رسیدلي دي.
په دې موده کښې د سیلاب له کبله څه د پاسه شپږ زره کسان ژوبل شوي هم دي.
په عین حال کښې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې سیلابونو په څه د پاسه شلو ولایتونو کښې شپږ لکه پینځه دیرش زره کرهڼیزې ځمکې تباه کړي او پینځه دیرش زره کورونه او څلور زره د لمر سترګي پنلونه هم په جزيي یا کامل ډول تباه شوي دي.