په کابل کې چاودنې د روسیې دسفارت د دووکارکونکواو نورولسګونوکسانو وینه وبهوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120610-په_کابل_کې_چاودنې_د_روسیې_دسفارت_د_دووکارکونکواو_نورولسګونوکسانو_وینه_وبهوله
  دا هم وئيل شوي چې د ځان مرګي د حملې په وخت د روسیې دسفارت په وړاندې د ویزو د ترلاسه کولو لپاره د محصیلینو او عادي خلکو اوږد قطار  هم  موجود ؤ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 05, 2022 08:16 Asia/Kabul

  دا هم وئيل شوي چې د ځان مرګي د حملې په وخت د روسیې دسفارت په وړاندې د ویزو د ترلاسه کولو لپاره د محصیلینو او عادي خلکو اوږد قطار  هم  موجود ؤ.

زمونږخبریال راپور راکړ،د افغانستان په کابل کې د روسیې له سفارت سره نزدې په یوې ترهه ګرۍ  چاودنې کې چې ځينو سرچینو ځان مرګی برید بللی دی ،لږترلږه شل کسان وژل شوي او نور په لسګونو ټپیان شوي دي.

  په راپور کې وئيل شوي دي ، د افغانستان پولیسو ددغه ترهه ګر برید د جزیاتو په باب ووئيل،طالب مامورانو دغه ځان مرګی چې چاودیدونکی جیکټ ئې اغوستی ؤد روسیې د سفارت له دروازو سره دنزدیکیدا په وخت  په شیشت کې راوست،البته  دا هم وئيل شوي چې د ځان مرګي د حملې په وخت د روسیې دسفارت په وړاندې د ویزو د ترلاسه کولو لپاره د محصیلینو او عادي خلکو اوږد قطار  هم  موجود ؤ.

د افغانستان په مختلفو سیمو په تیره بیا په کابل کې  دتره هګرو چاودنو اوبریدونو  پيښیدا ښئ چې  په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت  دادعا په اپوټه دغه حکومت نه دی توانیدلی  په دغه هیواد کې لازم امنیت ټينګ کړي .افغانستان تل په هرې اونۍ کې له بوږنونکوترهه ګرو چاودنو او بریدونو سره  مخامخ دی او په دغو بریدونو کې په سلګونو لمونځ ګوزار ،عادي خلک او ښځې او ماشومان وژل کیږي او  بیا هم طالبان وائي چې په دغه هیواد کې د داعش یا نورو ترهه ګرو ډلو هیڅ وجود نشته .