د امریکا په وسیله دافغان ماشومانو او ځوانانو د آنلاین ښونو پلان
د امریکا د ښونو دتل پاتې پراختیا د پروګرام مشر ران مک کامن،د افغانستان د ماشومانو او ځوانانو لپاره دآنلاین تعلیمي نصاب د پیلولو لپاره ددغه هیواد دفیصلې خبر ورکړی دی.
جمهور خبری آژانس راپور ور کړی دی ، د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت د ښونې اوروزنې وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره ،د امریکا له خوادافغان ماشومانو د زده کړو په زمینې کې دلازیاتو توضیحاتو له ورکولو پرته وئيلي دي، ددغه وزارت وزیر نور ا... منیر د افغانانو لپاره دزده کړې دخدماتو د وړاندې کولو لپاره ددغې فیصلې قدرونه کړې ده.
د ډیری کارپيژاندو له نظره، دافغانستان مسئلې او مشکلات په عین حال کې چې دامریکائي چارواکوپه دغې ادعا د افغان چارواکو ډیر زیات خوشالیدل دپام او حیرانتیا وړ ده،وئیل کیدلی شي ، هر دواړولورو د یوه بل او دافغانستان د و لس دنظر دجلبولو لپاره یو نمایشي حرکت پيل کړی دی.
امریکا ښه پوهیږي چې د افغانستان ولس له واشنګټن سره دمخالفت له دریځه ډير زیات ملاتړ کوي او ورڅځه نفرت لري،ځکه دخپلو درستو مشکلاتو عامل او بنیاد امریکایان او په تیرو دوو لسیزو کې د دوي جنایتونه ګڼي .په همدې دلیل،امریکادافغانانو د بچیانو دزده کړې په باب په دوکو اوغولولو سره،په عین حال کې چې د افغانستان په خلکو کې د خپلې څيرې اوحیثیّت په ښه کولو پسې ده،هڅه کوي،ځان د له اوسنیو سختو شرائطو څخه دافغان ماشومانو او ځوانانو ژغورنکی وبریښوي.
د افغانستان یو دینی عالم مولوی سبحان ا... په دې باب وائي،امریکایان له افغانستانه له وتلو سره سره ، هماغه شان ددغه هیواد خلک د ډرونز الوتکو څخه په استفادې سره وژني او دافغانستان دولس په ضد دامریکاجنایتونه دوام لري آو ددغه هیواد ملی حاکمیّت ته هیڅ ا حترام نه کوي.
طالبان هم د افغان ماشومانو د آنلاین زده کړو لپاره د امریکا دفیصلې په باب واشنګټن سره دبیرته نزدیکیدا سیاست په نظر کې لري، ځکه ښه پوهیږي،چې افغانستان د افغان ماشومانو د آنلاین زده کړې لپاره هیڅ جوړښت او مناسبه زمینه نه لري او د امریکا دغه فیصله د افغانستان د ولس لپاره له دوکې زیاته بل هیڅ نه ده.
په داسې حال کې چې طالبان د انجونو د زده کړې په باب دومره حساس دي او د افغانتسان د ولس په تیره بیا د ماشومانو او ځوانانو دمذهبی او دودیزو کلتوري حالاتوپر دوام ټینګار کوي،دطالبانو له خوا ددغې موضوع منل، چې امریکایان د افغان ماشومانو ته دخپل فرهنګ په اساس زده کړې ورکړي،یوه محاله او باؤر نه کونکي چاره ده.
همداراز په دې اړه یول بل مذهبی عالم مولوی سید اکبر آغا هم وائي ، کافران د افغانستان د ولس په وړاندې هیڅ ژمنتیا نه لري او که داسې نه وي ،نو د دوي پیسې به ئې نه کنګل او مصادره کولی . د افغانستان ولس باید په نړیوالو ټولنو کې له امریکا او دهغې دظالمانه چلندونو په ضد اپیل وکړي.
په هرحال،امریکا په داسې حال کې د افغان ماشومانو د آنلاین تعلیم او زده کړې خبرې کوي، چې د افغانستان ددوولسیزو په نیواک کې ئې ددغه هیواد دتعلیمي جوړښتونو دپیاوړتیا لپاره هیح مهم او اساسی ګامو نه دی پورته کړی .پر دې اساس دغه شان ادعا له طالبانو او ددوي له ښونکو او د زده کړې له پروګرامونو سره یوډول مخالفت حسابیږي او دا چې امریکاد افغانستان د ولس لپاره زړه سوانده ده.دا په داسې حال کې د ي چې دوي د امریکا له خواد خپل هیواد دنیواک په دوو لسیزو کې د دوي له هرډول جنایتونو سره آشنا دی او پخپل درست وجود سره ئې دغه جنایتونه احساس کړي دي . په دغو شرائطو کې د افغان ماشومانو د زده کړې په باب دامریکا په فیصلې د طالبانو ډیره زیاته خوشالیدا،نه یوازې د افغانستان د ولس دحیرانتیا سبب شوې،بلکې د امریکادجنایتونو مخینې ته په پام سره دا ډيره سپکه خبره هم ګڼي.