احمد مسعود د ولسي حکومت په جوړیدا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120640-احمد_مسعود_د_ولسي_حکومت_په_جوړیدا_ټینګار_وکړ
فارس خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت د مخالفانو د ډلې مشر احمد مسعود د پراخ بنسټه ولسي حکومت په جوړیدا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2022 00:16 Asia/Kabul
  • احمد مسعود د ولسي حکومت په جوړیدا ټینګار وکړ

فارس خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت د مخالفانو د ډلې مشر احمد مسعود د پراخ بنسټه ولسي حکومت په جوړیدا ټینګار وکړ.

احمد مسعود د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کښې وویل حاضردمه له شلو کلونو وروسته په افغانستان کښې د جایز حکومت د جوړولو لپاره تر ټولو ښه فرصت رامینځته شوی دی او ښه خبره دا ده چې په هیواد کښې موقته حکومت جوړ شي او که چیرې د خلکو غوښتنه د طالبانو د حکومت دوام وي په دې بڼه کښې به زه هم دغه غوښتنه ومنم.

د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود ټینګار وکړ زه به یوازې هغه حکومت ومنم چې د افغانستان د خلکو له ارادې او غوښتنه څخه رامینځته شوی وي.

احمد مسعود په دوام کښې په روان کال کښې د طالبانو له خارجه وزیر امیر خان متقي سره د خپلې کتنې له ځینو جزیاتو پرده پورته کړه او دغه خبره یې ایشوا کړه چې د دغه کتنې په وخت امیر خان متقي ما ته د طالبانو په حکومت کښې د وزارت راکولو وړاندیز کړی و خو ما دغه وړاندیز رد کړی دی.

احمد مسعود وویل ما د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي ته په کتنې کښې ویلي چې زه په شخصي ګټو پسې نه یم بلکې یوازې د خلکو د ازادۍ لپاره د مبارزې په حال کښې یم.

د افغانستان ملي ملي مقاومت جبهه د طالبانو د حکومت د روا والي په ردولو سره وايي چې د پراخ بنسټه حکومت تر جوړیدا پورې به له طالبانو سره وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي