د امریکا بې پایلوټه الوتکې افغانستان کښې ګزمه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120642-د_امریکا_بې_پایلوټه_الوتکې_افغانستان_کښې_ګزمه_وکړه
شفقنا خبري اژانس وايي یوې بې پایلوټه الوتکې پرون د افغانستان په غزني ولایت کښې ګزمه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2022 00:26 Asia/Kabul
  • د امریکا بې پایلوټه الوتکې افغانستان کښې ګزمه وکړه

شفقنا خبري اژانس وايي یوې بې پایلوټه الوتکې پرون د افغانستان په غزني ولایت کښې ګزمه وکړه.

یوې بې پایلوټه الوتکې وړمه ورځ هم د افغانستان د غزني ولایت په فضا کښې الوت کړی و.

دغه ګزمه په داسې حال کښې ده چې له تیرو څو میاشتو راهسې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې  د امریکا د بې پایلوټه الوتکو ګزمې دوام لري.

د امریکا عسکر په افغانستان کښې له شل کاله نیواک وروسته د دوه زره یویشتم میلادي کال د اګست په میاشت کښې د بې شمیره جنایتونو په ترسره کولو او د اقتصادي بیخ بنایانو په تباه کولو سره له دغه هیواد څخه وتښتیدل.

د افغانستان په غزني ولایت کښې د امریکا د بې پایلوټه الوتکو ګزمې مخینه هم لري او کابو یوه میاشت مخکې د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کښې یې په یوشمیر هدفونو بریدونه کړي وو.

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد تیره اونۍ ویلي وو چې د امریکا بې پایلوټه الوتکې د پاکستان له خاورې افغانستان ته ورځي او هلته ګزمې او بریدونه کوي.