د امریکا بې پایلوټه الوتکې افغانستان کښې ګزمه وکړه
شفقنا خبري اژانس وايي یوې بې پایلوټه الوتکې پرون د افغانستان په غزني ولایت کښې ګزمه وکړه.
یوې بې پایلوټه الوتکې وړمه ورځ هم د افغانستان د غزني ولایت په فضا کښې الوت کړی و.
دغه ګزمه په داسې حال کښې ده چې له تیرو څو میاشتو راهسې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د امریکا د بې پایلوټه الوتکو ګزمې دوام لري.
د امریکا عسکر په افغانستان کښې له شل کاله نیواک وروسته د دوه زره یویشتم میلادي کال د اګست په میاشت کښې د بې شمیره جنایتونو په ترسره کولو او د اقتصادي بیخ بنایانو په تباه کولو سره له دغه هیواد څخه وتښتیدل.
د افغانستان په غزني ولایت کښې د امریکا د بې پایلوټه الوتکو ګزمې مخینه هم لري او کابو یوه میاشت مخکې د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کښې یې په یوشمیر هدفونو بریدونه کړي وو.
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد تیره اونۍ ویلي وو چې د امریکا بې پایلوټه الوتکې د پاکستان له خاورې افغانستان ته ورځي او هلته ګزمې او بریدونه کوي.