د امیرخان متقي او سرګي لاروف ټلیفوني خبرې
په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر «سرګي لاوروف» سره ټیلفوني خبرې کړې دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، امیرخان متقي له «سرګي لاوروف» سره د تېرې ورځې د چاودنې له کبله خواشیني څرګنده کړې او د هر اړخیزو څېړنو ډاډ یې ورکړی دی.
د کلید له راپور سره سم، امیرخان متقي په دغو خبرو کې ویلي، د دښمنانو دغه ډول منفي کړنې باید د کابل او مسکو اړیکې اغېزمنې نه کړي.
متقي زیاته کړې، افغان امنیتي ځواکونه به د روسیې سفارت د خوندیتوب لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې سرګي لاوروف دا پېښه د نړیوالو جنایتکارو سازمانونو کار بللی او د هغوی پر خلاف يې پر مبارزې ټینګار کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د تېرې ورځې په برید کې د روسیې سفارت د دوو مامورینو په ګډون شپږ کسان ووژل شول.