طالبانو د شیعه مسلمانانو عراق ته د تلو مخه ونیوله
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو حکومت په عراق کښې د حسیني اربعین په دستورو کښې د افغانستان د زیارتوالو د ګډون مخه نیولي ده.
د طالبانو د حکومت د مشر سیاسي معین پرون وویل په عراق کښې د حسیني اربعین د زیارتوالو لپاره شرایط برابر نه دي او عراق ته د افغانستان د ښاریزو استول خطرناک دي.
په عین حال کښې په کابل کښې د زیارتي او د سیل د شرکتونو د اتحادیې مشر د دغه خبر په تائیدولو سره وویل د طالبانو خارجه وزارت وویل د عراق د مشکلاتو او هغو ناامنیو ته په پام سره چې هلته شته او په عراق کښې د افغانستان د زیارتوالو د ګډون په هکله له طالبانو سره د عراق د حکومت د تفاهم نه لرلو په وجه روان کال د افغانستان زیارتوال عراق ته نشی تللی.
د طالبانو حکومت خبرداری ورکړی که چیرې د افغانستان له هرې سیمې کوم کس یا شرکت په خپل سره عراق ته زیارتوال واستول نو حکومت به ورسره جدي چلند وکړي.
د عراق د ناامنه کیدا په هکله د طالبانو د حکومت دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې همدا اوس په ټول عراق کښې د حسیني زیارتوالو لپاره امنیت ټینګ دی او زیارتوال د کربلا معلی په لور روان دي.