د نړۍ هیوادونه له طالبانو سره مثبت تعامل نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120702-د_نړۍ_هیوادونه_له_طالبانو_سره_مثبت_تعامل_نه_کوي
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني له دغه حکومت سره د نړیوالې ټولنې د مثبت تعامل غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2022 07:21 Asia/Kabul
  • د نړۍ هیوادونه له طالبانو سره مثبت تعامل نه کوي

شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني له دغه حکومت سره د نړیوالې ټولنې د مثبت تعامل غوښتنه وکړه.

هغه پرون په کابل پوهنتون کښې په یوې غونډې کښې وویل د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل نه کولو د افغانستان اقتصادي مشکلات زیات کړي دي.

عبدالباقي حقاني د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندلو ټینګار وکړ.

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي دغه راز  خبرداری ورکړ د دغه حکومت له مینځه تلل به په افغانستان کښې د یوه بل جنګ د پیلیدا سبب شي.

نړیوالې ټولنې او د دنیا هیوادونو تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

د انجلیو د زده کړې اجازې ورکول او د پراخ بنسټه حکومت جوړول د طالبانو د حکومت په رسمیت د پيژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې اصلي شرطونه دي.