د نړۍ هیوادونه له طالبانو سره مثبت تعامل نه کوي
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني له دغه حکومت سره د نړیوالې ټولنې د مثبت تعامل غوښتنه وکړه.
هغه پرون په کابل پوهنتون کښې په یوې غونډې کښې وویل د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل نه کولو د افغانستان اقتصادي مشکلات زیات کړي دي.
عبدالباقي حقاني د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندلو ټینګار وکړ.
د طالبانو د حکومت دغه چارواکي دغه راز خبرداری ورکړ د دغه حکومت له مینځه تلل به په افغانستان کښې د یوه بل جنګ د پیلیدا سبب شي.
نړیوالې ټولنې او د دنیا هیوادونو تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
د انجلیو د زده کړې اجازې ورکول او د پراخ بنسټه حکومت جوړول د طالبانو د حکومت په رسمیت د پيژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې اصلي شرطونه دي.