د داعش خوځښتونه سیمه ییزې مبارزې ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120708-د_داعش_خوځښتونه_سیمه_ییزې_مبارزې_ته_اړتیا_لري
صدای افغان خبري اژانس په یوه راپور کښې په افغانستان کښې له داعش ترهګرې ډلې سره سیمه ییزه مبارزه ضروري وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2022 07:55 Asia/Kabul
  • د داعش خوځښتونه سیمه ییزې مبارزې ته اړتیا لري

صدای افغان خبري اژانس په یوه راپور کښې په افغانستان کښې له داعش ترهګرې ډلې سره سیمه ییزه مبارزه ضروري وبلله.

دغه خبري اژانس په کابل او هرات ولایتونو کښې د داعش ترهګرې ډلې لخوا دوو ترهګرو حملو ته په اشارې سره راپور ورکړ په کړکیچ ځپلیو هیوادونو  کښې د ثبات او د امنیت د ټینګیدا او د تکفیري ترهګرۍ او له داعش سره د مبارزې لپاره د یوه ستر سیمه ییز ائتلاف له جوړیدا پرته بله لاره نشته او داسې ښکاري او تر هغه وخته چې افغانستان په بلې سوریې بدل نشي باید اقدامات ترسره شي.

د صدای افغان خبري اژانس په راپور کښې ویل شوي دي د امریکا او د هغه د سیمه ییزو ګوډاګیانو له دسیسو څخه له ډکو پلانونو سره د مقابلې لپاره د یوه ستر سیمه ییز ائتلاف له جوړیدا پرته بله لاره نشته.

دغه راپور زیاتوي ایران او روسیه داسې دوه هیوادونه دي چې په کړکیچ ځپلیو هیوادونو کښې د امنیت او د ثبات د ټینګیدا او د تکفیري ترهګرۍ له کنټرولولو او داعش ډلې سره مبارزې کښې ارزښمنې تجربې لري.

د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې ترهګرې بم چاودنې د دې ښودنه کوي چې د طالبانو د موقته حکومت له ادعا سره سره دغه ډله تراوسه نه ده توانیدلي په افغانستان کښې ضروري امنیت ټینګ کړي.