په قندهار کښې د امریکا الوتکې ګزمې کوي
Sep 07, 2022 09:33 Asia/Kabul
شفقنا خبري اژانس وايي د قندهار ولایت ولسي سرچینو وویل د دغه ولایت په فضا کښې څو بي دوه پنځوس او ایف پینځه دیرش ډوله الوتکې لیدل شوي دي.
د قندهار ځینو ښاریزو وویل له یوه کال وروسته دا لومړی ځل دی چې د قندهار ولایت په فضا کښې د امریکا د پوځ د دغو سترو الوتکو د الوت کتونکي یوو.
په قندهار کښې د طالبانو ولایت ځايي چارواکو دغه خبر دروغ وباله.
په تیرې دوشنبې ورځ هم په غزني ولایت کښې د امریکا بې پایلوټه الوتکې ګزمه کړي وه.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد تیره اونۍ ویلي وو د امریکا بې پایلوټه الوتکې له پاکستان څخه افغانستان ته ورځي خو اسلام اباد دغه خبره رد کړي ده.
ټیګونه