د طالبانو موقته حکومت به دوام ولري
Sep 07, 2022 11:55 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند زبیح الله مجاهد وویل تر هغه وخته چې د اساسي قانون د نشتون په شمول د حکومتدارۍ نیمګړتیاوې موجودې وې د افغانستان سرپرست حکومت به خپل کار ته دوام ورکړي.
هغه نن د طالبانو د موقته حکومت د کار د دوام په هکله په توضیحاتي غونډې کښې وویل د طالبانو کابینه د ځینو نیمګړتیاو په دلیل سرپرسته ده خو دغه سرپرستي به موقته وي.
ذبیح الله مجاهد وویل د اساسي قانون د نشتون او د شورا د نشتون په وجه ځینې نیمګړتیاوې شته او د طالبانو د کابینې وزیرانو چې حاضردمه سرپرست دي په خپلو کارونو کښې سستي ونکړه.
ټیګونه