د طالبانو موقته حکومت به دوام ولري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120736-د_طالبانو_موقته_حکومت_به_دوام_ولري
فارس خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند زبیح الله مجاهد وویل تر هغه وخته چې د اساسي قانون د نشتون په شمول د حکومتدارۍ نیمګړتیاوې موجودې وې د افغانستان سرپرست حکومت به خپل کار ته دوام ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2022 11:55 Asia/Kabul
  • د طالبانو موقته حکومت  به دوام ولري

فارس خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند زبیح الله مجاهد وویل تر هغه وخته چې د اساسي قانون د نشتون په شمول د حکومتدارۍ نیمګړتیاوې موجودې وې د افغانستان سرپرست حکومت به خپل کار ته دوام ورکړي.

هغه نن د طالبانو د موقته حکومت د کار د دوام  په هکله په توضیحاتي غونډې کښې وویل د طالبانو کابینه د ځینو نیمګړتیاو په دلیل سرپرسته ده خو دغه سرپرستي به موقته وي.

ذبیح الله مجاهد وویل د اساسي قانون د نشتون او د شورا د نشتون په وجه ځینې نیمګړتیاوې شته او د طالبانو د کابینې وزیرانو چې حاضردمه سرپرست دي په خپلو کارونو کښې سستي ونکړه.