په افغانستان کې کابو ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120762-په_افغانستان_کې_کابو_۲۴_میلیونه_وګړي_بشري_مرستو_ته_اړتیا_لري
په افغانستان کې په وروستيو اوونيو کې د سېلابونو له امله ٢٠٠ کسان وژل شوي او ٣٠٠ نور ټپيان شوي او ١٢ زره د استوګنې کورونه او سلګونه زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2022 09:08 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې کابو ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

په افغانستان کې په وروستيو اوونيو کې د سېلابونو له امله ٢٠٠ کسان وژل شوي او ٣٠٠ نور ټپيان شوي او ١٢ زره د استوګنې کورونه او سلګونه زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.

 

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې زلزلې او سېلابونو زرګونه کسان اغېزمن کړي دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتراوچاوویل چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې زلزلې او سیلابونو زرګونه کسان زیانمن کړي چې د ژمي په را رسېدو سره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.                          

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې د وروستیو طبیعي پیښو له قربانیانو سره د مرستې توان نه لري او د دې پیښو مالي او ځاني زیانونه خورا زیات دي. .

هغه زياته کړه، چې په افغانستان کې په وروستيو اوونيو کې د سېلابونو له امله ٢٠٠ کسان وژل شوي او ٣٠٠ نور ټپيان شوي او ١٢ زره د استوګنې کورونه او سلګونه زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې کتنه کې وویل له هیوادونو، بنسټونو، نړیوالو سازمانونو او خیریه خلکو څخه غوښتنه کوم چې د وروستیو طبیعي پیښو له ځپلو خلکو سره مرسته وکړي.