په ترکیه کې د افغان کډوالو شمیر درې لکو ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120816-په_ترکیه_کې_د_افغان_کډوالو_شمیر_درې_لکو_ته_ورسید
په ترکیه کې د اقتصادی وضعیت په خرابیدو سره، د دغه هیواد ښاریزو د سوریایی او افغان کډوالو له شتون څخه ناخوښۍ څرګنده کړې او هغوی یې د دندو په نیولو او د کرایې په زیاتولو تورن کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2022 00:55 Asia/Kabul
  • په  ترکیه کې د افغان کډوالو شمیر درې لکو ته ورسید

په ترکیه کې د اقتصادی وضعیت په خرابیدو سره، د دغه هیواد ښاریزو د سوریایی او افغان کډوالو له شتون څخه ناخوښۍ څرګنده کړې او هغوی یې د دندو په نیولو او د کرایې په زیاتولو تورن کړي.

افغان غږ خبری آژانس دګارډین ورځپاڼې یو راپور خپور کړی چې په افغانستان کې د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته ۳۰۰ زره افغانانو په ترکیه کې پناه اخیستې ده.

دغه راپور کی راغلی چې دغه کسان له خطرناکو لارو او قاچاق له لارې ترکیې ته تللي.

د دغه راپور پر بنسټ، په ترکیه کې د اقتصادی وضعیت په خرابیدو سره، د دغه هیواد ښاریزو د سوریایی او افغان کډوالو له شتون څخه ناخوښۍ څرګنده کړې او هغوی یې د دندو په نیولو او د کرایې په زیاتولو تورن کړي.

له یوه کال راهیسې چې ترکان د لوړ انفلاسیون او د لیرې د ارزښت له راټیټیدو سره له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي، دوی د سوري او افغان کډوالو له شتون څخه ناخوښي څرګنده کړې ده.

ګارډین لیکي چې د نظرپوښتنو له مخې د ترکانو اکثریت غواړي چې کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته واستول شي.