پاکستان د افغانستان پر میووزیات کړي ټرفونه بیرته واخستل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120828-پاکستان_د_افغانستان_پر_میووزیات_کړي_ټرفونه_بیرته_واخستل
د پاکستان رسندویو وړمه ورځ راپور ورکړی ؤچې له افغانستانه په میووبار کابو دوه سوه کانټینر او ټرکونه د ګمرکي ټیرف په زیاتیدا د واردونکو داعتراض په دلیل  دچمن په سرحدي ګمرکاتو کې دریدلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2022 07:01 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان پر میووزیات کړي ټرفونه بیرته واخستل

د پاکستان رسندویو وړمه ورځ راپور ورکړی ؤچې له افغانستانه په میووبار کابو دوه سوه کانټینر او ټرکونه د ګمرکي ټیرف په زیاتیدا د واردونکو داعتراض په دلیل  دچمن په سرحدي ګمرکاتو کې دریدلي دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت په یوې اعلامیې کې ووئيل، د اسلام اباد حکومتي چارواکي له افغانستانه د میوو د وارداتو ګمرکي ټيرفونو زیاتیدا بیرته اخستې ده.

د ګمرکي ټریفونو په زیاتیدا سره، له افغانستانه  پاکستان ته د میو واردات دریدلي  دي.

د پاکستان رسندویو وړمه ورځ راپور ورکړی ؤچې له افغانستانه په میووبار کابو دوه سوه کانټینر او ټرکونه د ګمرکي ټیرف په زیاتیدا د واردونکو داعتراض په دلیل  دچمن په سرحدي ګمرکاتو کې دریدلي دي.

د افغانتسان پر میوې ګمرکي ټیرف، په یوه ټن له شل زره روپو  پنځه نوي زره روپو ته زیات شوی ؤ .

 فارس خبری آژانس راپور ورکړ، په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په خپلې اعلامیې کې ويلي دي ، له پاکستانیو چارواکو سره ددغه سفارت د مسئولانو په ناستې پسې داسلام اباد چارواکو   دافغانستان پر میوو،دټریف د زیاتولو په باب له خپلې فیصلې په شاشوي دي.

انګور،آنار او نوره فصلي میوې  چې په کانټينرو اوټرکونو  کې بار دي که تر څوراتلونکو ورځو پورې په ګمرکاتو کې ودریږي،نو ممکنه ده ټوله خرابې شي .

پاکستان همدااوس د سیلاب له امله د باغونو او کرهڼيزو مځکو  د ویجاړیدا په وجه  له ډيرو زیاتو کرهڼيزو محصولاتو او دمیوو له کمښت سره مخ دی .