له شل کلونو وروسته افغانستان د امریکا لپاره اهمیت لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120902-له_شل_کلونو_وروسته_افغانستان_د_امریکا_لپاره_اهمیت_لري
د کابل د پوهنتون استاد او د حقوقي مسائیلو کارپيژاند اسحاق نبي زاده وايي، د دوه زره لومړي میلادي کال د سپتمبر د میاشتې یولسمې نیټې پیښې په افغانستان باندې د امریکا د لشکرکشۍ په شمول د نړۍ لپاره ورانونکي پایلې درلودلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2022 10:31 Asia/Kabul
  • له شل کلونو وروسته افغانستان د امریکا لپاره اهمیت لري

د کابل د پوهنتون استاد او د حقوقي مسائیلو کارپيژاند اسحاق نبي زاده وايي، د دوه زره لومړي میلادي کال د سپتمبر د میاشتې یولسمې نیټې پیښې په افغانستان باندې د امریکا د لشکرکشۍ په شمول د نړۍ لپاره ورانونکي پایلې درلودلې.

اسحاق نبي زاده په کابل کښې له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې له شلو کلونو وروسته د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر د میاشتې د یولسمې نیتې د پایلو په هکله وویل په افغانستان باندې د امریکا په برید سره د بشري حقوقو مقوله او د نړیوال امنیت مفهوم ګډوډ شو.

په کابل کښې د حقوقي مسائیلو کارپیژاند نبي زاده جوته کړه هغه څه چې د سپتمبر د یولسمې نیټې پیښو د افغانستان لپاره له ځان سره راوړل په افغانستان کښې د جنګ زیاتیدل ، د ناامنۍ ډیریدل، د بې اعتمادۍ زیاتیدل، د بې وزلۍ ډیریدل، او د ضروري بیخ بنایانو تخریبیدل په تیره بیا د ملت د جوړونې د مولفو تخریبیدل او د اقتصادي بیخ بنایانو له مینځه تلل وو.

نبي زاده ټینګار وکړ د سپتمبر د یولسمې نیټې د پیښې د شلو کلونو په تیریدا او حتی له افغانستانه د امریکا په وتلو سره سپینه ماڼۍ هماغه راز له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې تیر سیاست تعقیبوي او نن سبا ترهګرۍ پیچلي اړخونه پیدا کړي دي.

د کابل د پوهنتون استاد نبي زیاده وویل له افغانستان څخه د امریکا له وتلو او شل کلن نیواک وروسته په کابل او نورو سیمو کښې د امریکا د بې پایلوټه الوتکو د حملو دوام د دې ښودنه کوي چې افغانستان هماغه راز د امریکا لپاره د یوې اډې په توګه استعمالیدلی شي.