د طالبانو چارواکي د ښوونځیو په هکله عجیبه ادعا وکړه
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت د معارفو یعني د ښوونې او د روزنې وزارت سرپرست نور الله منیر ادعا وکړه چې د دغه هیواد خلک نه غواړي خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي.
د طالبانو د حکومت د دغه چارواکي دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه د انجلیو د ښوونځیو په کامل ډول د بیرته پرانیستل کیدا غوښتونکي دي او هغوې ښوونځیو ته د خپلو لوڼو په استولو ټینګار لري.
د طالبانو د حکومت د معارفو وزارت سرپرست نور الله منیر پرون وویل په افغانستان کښې د انجلیو ښوونځي د کلتوري مشکلاتو په وجه چټي کړې شوي او خلک په اوسنیو شرایطو کښې نه غواړي چې خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي.
نور الله منیر وویل که چیرې د افغانستان د خلکو غوښتنو ته پام ونشي نو هغوې بلوا کوي.
طالبانو په تیر میلادي کال کښې واک ته له رسیدا وروسته د ځینو اصلاحاتو د ترسره کولو په هدف سره له شپږم ټولګي څخه بره د انجلیو ټول ښوونځي بند کړي دي.