په افغانستان کې د بشري حقوقو له وضعیت څخه د اندېښنو زیاتېدا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120956-په_افغانستان_کې_د_بشري_حقوقو_له_وضعیت_څخه_د_اندېښنو_زیاتېدا
د عفوې نړیوالې ادارې په افغانستان کې د بشري حقوقو د حالاتو د اندېښمنوونکو په بللو سره، له طالبانو څخه غوښتنه کړې چي د افغانانو ښاریزو حقوقو ته درناوی وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2022 11:03 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د بشري حقوقو له وضعیت څخه د اندېښنو زیاتېدا

د عفوې نړیوالې ادارې په افغانستان کې د بشري حقوقو د حالاتو د اندېښمنوونکو په بللو سره، له طالبانو څخه غوښتنه کړې چي د افغانانو ښاریزو حقوقو ته درناوی وکړي.

په افغانستان کې د بشري حقوقو د نقضونې په وړاندې د غبرګونونو په دوام کې دا ځلي د عفوې نړیواله اداره د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو له شورا څخه په یو لیک کې غوښتنه کړې چي په افغانستان کې له بشري حالاتو څخه په ملاتړ کې یوه پریکړه لیک صادر کړي.

د عفوې د نړیوالې ادارې له راپور سره سم، په افغانستان کې د بشري حقوقو د ملاتړو اداراتو د بندېدو د امله، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالې خورا زیاتې شوې دي، د عفوې د نړیوالې ادارې له دغه دریځ نه وروسته، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بشري حقوقو د نقضونې ادعاوې بې بنیاده وبللې.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمی ویلي چي دغه ډول اقدامات سیاسي اړخ لري، په افغانستان کې د طالبانو له راتلو وروسته ښاریز حقوق د اسلامي اصولو په چوکاټ کې تامین شوي دي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګوست میاشته کې د طالبانو د حکومت په بیا ځلې واکمنېدو سره، د دې هیواد د خلګو او مدني ارګانونو تر مینځ داسي اندېښنې پیدا شوې چي د طالبانو په بیا راتلو سره، لومړنۍ بشري حقوق به له سختو نقضونو سره مخامخ شي او د حکومت له لوري د فردي او ټولنیزو حقوقو رعایت نه وشي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د واک په لومړنیو میاشتو کې، د دې هیواد د بشري حقوقو کمیسیون منحل کړ چي د افغان رسنیو او د مدني ټولنو له پراخو نیوکو سره مخامخ شو.

د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون ۱۶ کاله مخکې د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي له لوري رامینځته شو، چي د دې کمیسیون د جوړېدو د قانون په دریمه برخه کې، د دې ادارې صلاحیتونه او دندې تعریف شوي دي.

د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون د قانون په پنځمه ماده کې، په دغه هیواد کې د بشري حقوقو په رعایتولو، له بشري حقوقو څخه ملاتړ، حقوق او بشري ازادیو ته د خلګو د لاسرسی په څرنګوالې نظارت، د خلافورزیو په هکله څېړنې او د بشري حقوقو د حالاتو د ښه کېدو په لړ کې فعالیتونه د دې کمیسیون له مسئولیتونو څخه بلل شوي دي.

په افغانستان کې د بشري حقوقو کمیسیون په داسي حال کې د طالبانو د حکومت له لوري وتړل شو، چي دغه کمیسیون په افغانستان کې د بشري حقوقو او د تیروتنو یوازنۍ څارګره اداره بلل کېده او وروسره د فردي او ټولنیزو حقوقو او د مدني ټولنو هیلې هم له مینځه لاړل.

د طالبانو له حکومت څخه د یوه کال په تېرېدو سره، راپورونه ښودنه کوي چي په افغانستان کې د بشري حقوقو حالات اندېښمنوونکي وضعیت ته رسېدلي دي، د داخلي او کورني نیوکو او اعتراضاتو په هاخوا، نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه بشري حقوقو پوري د اړوندو نړیوالو اداراتو نیوکې یې پارولي دي.

په افغانستان کې اکثره د بشري حقوقو پوري اړوندې اندیښنې او اعتراضات دغه هیواد کې د ښځو او مېرمنو ټولنې ته ورګرځي، چي د امله یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه  د نړیوالې ټولنې اصلي غوښتنه هم د ښځو د حقوقو د رعایتولو په محور ولاړه ده.

داسي ښکاري تر هغه چي د طالبانو حکومت د افغانستان په ټولنه کې د مېرمنو په شمول د مختلفو پرګنیو او قومیتونو د حقوقو درناوی ته غاړه کښې نه ایږدي، نړیواله ټولنه به هم د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندنې په دریځ کې کوم بدلون را نه ولي.

په افغانستان کې د مېرمنو د شکایتونو او په ښځو باندې د پابندیو د لیري کولو لپاره د نړیوالې ټولنې پرلپسې غوښتنو سره سره، لیکن د طالبانو ډله لا هم د ښځو په ټولنې د محدودیتونو د لیري کولو په لړ کې هیڅ یو اقدام نه دی کړي څو نړیوالې ټولنې ته ډآډ ورکړي، دغو مسالو ته په کتو سره، هلې ځلې زیاتې شوې څو ملګري ملتونه په افغانستان کې د طالبانو په حکومت فشارونه زیات کړي.