ایران د افغانستان د سیاحتي شرکتونو له لارې ویزې صادروي
Sep 13, 2022 03:02 Asia/Kabul
د ایران ویزټ یا سیاحتي ویزې د افغانستان د ټورازم د شرکتونو له لارې صادریږي
په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت پرون په یو پیغام کښې ویلي چې د غوره شویو فیصلو له مخې، ایران ته د سیل د ویزې صادریدل تر بلې خبرتیا پورې د افغانستان د سیاحتي آژانسونو له لارې ترسره کیږي.
په کابل کښې د ایران د سفارت په رپورټ کښې راغلي چې د درې میاشتنۍ هوايي ویزې غوښتونکي دې د ویزې د ترلاسه کولو لپاره د ماهان، کیش او آریانا هوايي چلند شرکتونو ته رجوع وکړي.
له دې مخکښې به په افغانستان کښې د ایران سفارت په عمومي او انفرادي توګه ویزې صادرولې.
ټیګونه