د ازبکستان ولسمشر:
افغانستان د شنګهايي د ملګرتیا سازمان نه بیلیدونکې برخه ده
د ازبکستان ولسمشر په ثمرقند کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د سرمشریزې په درشل کښې افغانستان د دغه سازمان نه بیلیدونکې برخه وباله
ټاکل شوې چې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو غونډه د روانې ستمبر میاشتې په ۱۵ او ۱۶ نیټه د ازبکستان په ثمرقند کښې ترسره شي.
د ازبکستان ولسمشر او د شنګهايي د ملګرتیا سازمان پړاویز مشر شوکت میرضایف په ثمرقند کښې د یادې غونډې په درشل کښې وویل: د افغانستان خلک اوس له بل هروخته زیات ښو ګاونډیانو او ملاتړ ته ضرورت لري او دا د شنګهايي د غړو هیوادونو اخلاقي دنده ده چې د اقتصادي ودې په لړ کښې د افغانستان د خلکو مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه: افغانستان نن سبا په یو نوي صلحه ایز ماموریت کښې د مرکزي او جنوبي آسیا د سره نښلولو لپاره کوشش وکړي.
د ازبکستان ولسمشر څرګنده کړه چې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان غړي د خپلو دریځونو په سره نزدې کولو سره د دې موسسې په چوکاټ کښې خپل نوی پروګرام د یو صلحه ایز، باثباته او سوکاله افغانستان لپاره اجرا کړي.