پنجشیر کښې له مخالفانو سره د طالبانو سختې نښتې شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121012-پنجشیر_کښې_له_مخالفانو_سره_د_طالبانو_سختې_نښتې_شوې_دي
د طالبانو حکومت د افغانستان د شمال ختیځ په پنجشیر ولایت کښې د لس هاؤ مخالفانو د وژل کیدو خبر ورکړ
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Sep 14, 2022 09:21 Asia/Kabul
  • پنجشیر کښې له مخالفانو سره د طالبانو سختې نښتې شوې دي

د طالبانو حکومت د افغانستان د شمال ختیځ په پنجشیر ولایت کښې د لس هاؤ مخالفانو د وژل کیدو خبر ورکړ

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیګا د یو ټویټ په خپرولو سره د پنجشیر ولایت د خواوشا په رخه، دره او افشار ولسوالیو کښې د حکومت د ۴۰ مخالفینو د وژل کیدو خبر ورکړ.

ذبیح الله مجاهد په پنجشیر کښې پرونۍ نښتې ډیرې درنې وبللې او ویې ویل چې مخالف ځواکونه په هیواد کښې د امنیت د خرابولو په تکل کښې دي.

په عین حال کښې د پنجشیر د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي رسنیو ته وویل: له څو ورځو راهیسې په ټول پنجشیر کښې له طالبانو سره سخت جنګ روان دی. هغه زیاته کړه چې طالبانو د مقاومت د ځپلو لپاره پنجشیر ته ډیر ځواکونه لیږلي دي.