یونیسف د نیمروز ولایت له خلکو سره مرسته کوي
Sep 14, 2022 10:52 Asia/Kabul
د ملګرو ملتو د ماشومانو بسپنه(یونیسف) د افغانستان د نیمروز ولایت د خلکو لپاره د اوبو پاکولو سیسټم جوړوي
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې په نیمروز ولایت کښې ځايي مسئولانو ویلي چې په دغه ولایت کښې د اوبو د تصفیې د مرکز د جوړولو عملیات د یونیسف په مالي مرستې سره له تیرې شنبې څخه پیل شوي دي.
د دغې پروژې په بشپړیدو سره به د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کښې ۱۲ زره کورنۍ د څښاک سالمې اوبه ولري. ټاکل شوې چې یونیسف په دغه ولایت کښې د خلکو لپاره د اوبو د پاکونې نورې پروژې هم جوړې کړي.
ټیګونه