ملګري ملتونه لاهم په افغانستان کښې له بشري حقوقو اندیښنه لري
Sep 15, 2022 09:05 Asia/Kabul
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښوودلې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت غوښتونکي دي. د نوموړي په وینا له افغانستان وروستي راپورونه هیله بخښونکي نه دي او دوي به خپل څار لا ډېروي.
هغه یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی دی او په دې برخه کې یې د عملي هڅو غوښتنه کړې ده.
له دې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې په افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنوونکی بللی و، خو افغان حکومت دا راپور یو اړخیز وباله او ټينګار یې وکړ چې د حقایقو پر بنسټ نه دی لیکل شوی.
ټیګونه