ایران یوځل بیا د افغانستان له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121096-ایران_یوځل_بیا_د_افغانستان_له_سیلاب_ځپلو_سره_مرسته_وکړه
د افغانستان په ختیځ کښې په سیلاب ځپلو باندې د ایران مرستې وویشلې شوې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 16, 2022 02:53 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان په ختیځ کښې په سیلاب ځپلو باندې د ایران مرستې وویشلې شوې

کابل کښې د ایران سفارت د افغانستان په ختیځ کښې سیلاب ځبلو ته د انساني مرستو د لیږلو خبر ورکړ.

کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت ویلي دي چې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کښې له سیلاب ځپلو خلکو سره د ایران په انساني مرستو کښې درمل او خوراکي مواد شامل دي چې پرون پرې وویشل شول.

د ایران اسلامي جمهوریت له دې مخکښې هم په پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کښې زلزله ځپلو ته مرستې لیږلې وې.