امریکا د طالبانو له حکومت سره ملګرتیا ته ګروهنه لري
د افغانستان په چارو کښې د امریکې ځانګړې استازي د طالبانو له حکومت سره له تعامل څخه خپل ملاتړ اعلان کړ
د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټام ويسټ په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی،چې پر افغانستان د طالبانو حاکمې ادارې سره باید تعامل وشي.
نوموړي ویلي، چې که دا تعامل ونه شي، مسوولانه سياست به نه وي شوی او ډېر کارونه به نا ترسره شوي پاتې شي.
د هغه په وينا،تر کله چې دی د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی وي، طالبانو سره به پر تعامل ټینګار کوي او هڅه به کوي چې د امریکا او افغانانو ګټو ته کار وکړي.
امریکايي استازي په ورته وخت کې له طالب مشرانو سره د ليدنو په برخه کې ستونزه یاده کړې،چې پر هغوی د سفرونو د محدودیتونو د دوام له کبله په درېيم هېواد کې لیدنه ستونزمنه شوې ده.
د امریکايي استازي دا څرګندونې په داسې حال کې دي،چې طالبان هم له نړیوالو ورته غوښتې کوي او دوی سره نه تعامل ګټور نه بولي.
په ورته وخت کې د طالبانو منتقدین دوی ملامتوي،چې د سخت دریځو سياستونو له مخته وړلو سره ېې نړیواله ټولنه ځان سره له تعامل څخه لیرې ساتلې ده.
وسټ هم داشان سویټزرلینډ ته د افغانستان د بلاک شوې شتمنۍ څخه د درې نیم میلیارډه ډالرو د انتقال په هکله هم ادعا وکړه: باوري یو چې دغه پيسې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره دي او نه ده پکار چې د ترهګرو کړنو لپاره وکارول شي.