یوه باثباته افغانستان لپاره ټول شموله حکومت رامنځته کول اړین دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121138-یوه_باثباته_افغانستان_لپاره_ټول_شموله_حکومت_رامنځته_کول_اړین_دي
د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په خبرپاڼه کې راغلي: "د افغانستان اوسني بشري وضعیت ته په کتو، له غړو هېوادونو یې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو د رسولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي."
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2022 09:04 Asia/Kabul
  • یوه باثباته افغانستان لپاره ټول شموله حکومت رامنځته کول اړین دي

د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په خبرپاڼه کې راغلي: "د افغانستان اوسني بشري وضعیت ته په کتو، له غړو هېوادونو یې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو د رسولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي."

د شانګهای د همکارۍ سازمان د سمرقند په غونډه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ټول شموله حکومتوالۍ پر رامنځته کېدو د ټینګار ترڅنګ له غړو هېوادونو څخه له افغانستان سره د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

افغان غږ خبری آژانس وایی د سمرقند په غونډه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان مشرانو وويل چې د دغه سازمان په سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره د افغانستان د حالاتو څېړل خورا مهم دي.

د يادو هېوادونو مشرانو زياته کړه، چې له ترهګرۍ، جګړې او نشه يي توکو څخه د يو خپلواک، بې پرې، متحد، ديموکراتيک او سوله ييز افغانستان ملاتړ کوي.

د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په خبرپاڼه کې راغلي: "د افغانستان اوسني بشري وضعیت ته په کتو، له غړو هېوادونو یې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو د رسولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي."

چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان، ایران او هند د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي دي.