یوه باثباته افغانستان لپاره ټول شموله حکومت رامنځته کول اړین دي
د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په خبرپاڼه کې راغلي: "د افغانستان اوسني بشري وضعیت ته په کتو، له غړو هېوادونو یې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو د رسولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي."
د شانګهای د همکارۍ سازمان د سمرقند په غونډه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ټول شموله حکومتوالۍ پر رامنځته کېدو د ټینګار ترڅنګ له غړو هېوادونو څخه له افغانستان سره د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس وایی د سمرقند په غونډه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان مشرانو وويل چې د دغه سازمان په سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره د افغانستان د حالاتو څېړل خورا مهم دي.
د يادو هېوادونو مشرانو زياته کړه، چې له ترهګرۍ، جګړې او نشه يي توکو څخه د يو خپلواک، بې پرې، متحد، ديموکراتيک او سوله ييز افغانستان ملاتړ کوي.
د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په خبرپاڼه کې راغلي: "د افغانستان اوسني بشري وضعیت ته په کتو، له غړو هېوادونو یې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو د رسولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي."
چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان، ایران او هند د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي دي.