د بلخ ولایت د انجلیو پوهنځي تړل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121212-د_بلخ_ولایت_د_انجلیو_پوهنځي_تړل_شوي_دي
شفقنا خبري اژانس وايي طالبانو د زده کړې له دوام څخه د افغانستان د انجلیو د محرومیت په کلیزه د بلخ پوهنتون د انجلیو د پوهنځي برخې بندې کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 19, 2022 01:15 Asia/Kabul
  • د بلخ ولایت د انجلیو پوهنځي تړل شوي دي

شفقنا خبري اژانس وايي طالبانو د زده کړې له دوام څخه د افغانستان د انجلیو د محرومیت په کلیزه د بلخ پوهنتون د انجلیو د پوهنځي برخې بندې کړې.

د بلخ ولایت د فني زده کړې د مشر مولوي صلاح الدین په حکم د بلخ د سجادیه د تخنیکي پوهنځي ، د تیلو او د ګازو او د حسابدارۍ او د ادارې پوهنځي  د انجلیو پرمخ وتړل شول.

ښځینه محصیلینو  ته ویل شوي دي چې د درس کلاسونه به د امتحانونو د ترسره کیدا په دلیل دوې(۲) اونۍ چټي وي دا په داسې حال کښې دي چې هلک محصیلین له روال سره سم کلاسونه ته د درس لپاره ورځي.

د دغو پوهنځیونو په چټي کیدا سره د بلخ ولایت څه د پاسه زر(۱۰۰۰) ښځینه انجلۍ له تحصیل او زده کړې څخه محرومه شوي دي.

د تیر میلادي کال په اګست میاشت کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته بلخ یوازنی ولایت و چې له شپږم ټولګي څخه بره انجلیو د زده کړې کولو اجازه درلودله خو داسې اوس داسې نه ده او د طالبانو چارواکو د انجلیو پرمخ د ښوونځیو او د پوهنتونو د دروازو د تړلو فیصله کړي ده.