طالبان په افغانستان کې د عمومی کنکور  امتحان ترسره کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121250-طالبان_په_افغانستان_کې_د_عمومی_کنکور_امتحان_ترسره_کوي
د هغو انجونو په باب هم د طالبانو سیاست چې دکنکور دامتحان لپاره  چمتو دي،تردې دمه  روښانه نه دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 20, 2022 08:00 Asia/Kabul
  • طالبان په افغانستان کې د عمومی کنکور  امتحان ترسره کوي

د هغو انجونو په باب هم د طالبانو سیاست چې دکنکور دامتحان لپاره  چمتو دي،تردې دمه  روښانه نه دی.

د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت  د امتحانونو دملی ادارې مشر پوهاند عبدالقدیر خموشپرون په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، د اعلان شوي تاریخ په اساس، د عمومی کنکور  دامتحان د ترسره کولو لپاره درست چمتووالي په نظر کې نیول شوي دي.

د افغانستان دپوهنتونونو ته د رسیدو لپاره دعمومي کنکور  دامتحان دترسره کولو لپاره د طالبانو چمتووالی په داسې حال کې دی چې د افغانستان له شپږم ټولګې  دلوړو ټولګیو انجونې هماغه شان  د زده کړې له حقه محرومې دي  او په پوهنتونونو کې  جنسي ویشل کیدا له داخلی او بهرنیو اعتراضونو سره مخامخ شوي دي.

 زمونږ خبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،پوهاند عبدالیقوم خموش زیاته کړې ده ، په ولایتونو کې د کاندیدانو لپاره  پيژندپاڼې چاپ او لیږدول شوي دي چې  دکنکور غوښتونکي به د همدې اونۍ تر وروستیو پورې غونډو ته د ورتلو  کارډونه ترلاسه کړي.

 داپه داسې حال کې دي چې  دطالبانو د حکومت دلوړو زده کړو وزارت  اعلان کړی دی،د عمومی کنکور امتحان  چې هر کال په افغانستان کې په  وږي یا سنبلې میاشتې کې ترسره کید،سږکال ځنډیدلی  او همداراز د هغو انجونو په باب هم د طالبانو سیاست چې دکنکور دامتحان لپاره  چمتو دي،تردې دمه  روښانه نه دی.