دوستم: ترکیې زما او سياف خلاف د طالبانو ځانمرګي بريدونه شنډ کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121276-دوستم_ترکیې_زما_او_سياف_خلاف_د_طالبانو_ځانمرګي_بريدونه_شنډ_کړل
دوستم په ورته وخت کې ويلي،چې طالبانو سره خبرې هیڅکله پایله نه لري او بايد میدان کې جګړه ورسره وشي،چې ده تیاری ورته نیولی او ژر به عملي کارونه پيل کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 21, 2022 03:11 Asia/Kabul
  • دوستم: ترکیې زما او سياف خلاف د طالبانو ځانمرګي بريدونه شنډ کړل

دوستم په ورته وخت کې ويلي،چې طالبانو سره خبرې هیڅکله پایله نه لري او بايد میدان کې جګړه ورسره وشي،چې ده تیاری ورته نیولی او ژر به عملي کارونه پيل کړي.

د افغانستان پخواني مرستيال ولسمشر او د جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم ادعا کړې،چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو په ترکیه کې د ده او بل پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سياف د وژلو لپاره ځانمرګي بريدونه پلان کړي وو.

نوموړي ادعا کړې،چې پر دوی د طالبانو د ځانمرګي برید پلان د ترکېې اطلاعاتي شبکو کشف او خنثی کړی.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دوستم په ورته وخت کې ويلي،چې طالبانو سره خبرې هیڅکله پایله نه لري او بايد میدان کې جګړه ورسره وشي،چې ده تیاری ورته نیولی او ژر به عملي کارونه پيل کړي.

د ترکیې حکومت او په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د دوستم او سیاف په ګډون ډېر پخواني سياستوال ترکېې ته تللي او له هغه ځايه ېې د طالبانو خلاف د جګړې غږ کړی.

ډېرو افغانانو پر دوی له نیوکو سره ویلي،چې د‌ طالبانو سرسخت مخالف دي،خو د پخوانيو جنګسالارانو په محور د طالبانو په مخالفت نه را ټولیږي.