کابل کښې چاودنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121298-کابل_کښې_چاودنه_شوې
سرچینو د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 21, 2022 10:11 Asia/Kabul
  • کابل کښې چاودنه شوې

سرچینو د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې ویل کیږي چې چاودنه نن له غرمې وروسته د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند د برېښنا عمومي ریاست ته څېرمه شوې ده.

سرچينې زياته کړې، ‏چې برېښنا شرکت ته نېږدې یو رستورانت کې د ګازو ډبې چاودنه کړې.

عیني شاهدان وایي، چاودنه کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم کوم چا د دې چاودنې مسووليت په غاړه اخيستی.