د جوماتونوا ولمونځ ګوزارو په نښه کول نه بخښونکی جنایت دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121394-د_جوماتونوا_ولمونځ_ګوزارو_په_نښه_کول_نه_بخښونکی_جنایت_دی
پرون د جمعې لمانځه په وخت  دکابل په وزیراکبرخان جومات مخې د ترهه ګرې بم چاودنې له امله لږترلږه اوه کسان وژل شوی او  کابو څلویښت نور هم ټپيان شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2022 01:25 Asia/Kabul
  • د جوماتونوا ولمونځ ګوزارو په نښه کول نه بخښونکی جنایت دی

پرون د جمعې لمانځه په وخت  دکابل په وزیراکبرخان جومات مخې د ترهه ګرې بم چاودنې له امله لږترلږه اوه کسان وژل شوی او  کابو څلویښت نور هم ټپيان شوي دي .

د افغانستان د طالانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد  دکابل په وزیراکبر خان سیمې کې له جومات سره نزدې په ترهه ګرې حملې په غبرګون کې ووئيل، دافغانستان ملت دې د جنایتکارو په له مینځه وړلو کې له نظام سره ملګرتیا وکړي .

پرون د جمعې لمانځه په وخت  دکابل په وزیراکبرخان جومات مخې د ترهه ګرې بم چاودنې له امله لږترلږه اوه کسان وژل شوی او  کابو څلویښت نور هم ټپيان شوي دي .

شفقنا خبری اژآنس راپور ورکړ، د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد  پر ون ناوخته پخپل یوه پیغام کې ووئیل،  باید دغه جنایتکار وپيژندل او په سزا ورسول شي ،ځکه  دجوماتون واولمونځ  ګوزارو په نښه کول هیڅکله هم بخښونکی  عمل نه دی  دافغانستان ولس دې له نظام سره ددغه شان جنایتکارو په پيژندلو او عدالت په سپارلو کې مرسته او ملګرتیا وکړي.

په وروستیو میاشتو کې  افغانستان د  کابل پشمول په مختلفو سیمو کې دترهه ګرو چاودنو اوبریدونو شاهد دی چې په کې په سلګونو لمونځ ګوزار اوزده کونکي وژل شوي دي  او ددغه جنایتکارو اقداماتو پړه هم داعش تکفیری ډلې په غاړه اخستې ده ،په داسې حال کې چې طالبانو حکومت ادعا کوي ،نور په افغانستان کې د داعش وجود نشته . د افغانستان په مختلفو سیمو کې  دترهه ګرو چاودونو او حملو رامینځةکیدا ښئ چې  په افغانستان کې د دطالبانو دموقته حکومت دادعا په ا پوټه دغه حکومت نه دی توانیدلی په کابل او نورو ښارونو کې لازم امنیت ټينګ کړي .