له افغان کډوالو داسلامی ایران میلمه پالنه به هیڅکله هم هیره نشي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121554-له_افغان_کډوالو_داسلامی_ایران_میلمه_پالنه_به_هیڅکله_هم_هیره_نشي
امریکائي نیواکګرپوځيان  د افغانستان د اقتصادی او روغتیائی بیخ بینائيو له تباه کولو او بې شمیره جنایتونو وروسته ، په نهایت کې د ۲۰۲۱کال په اګست آخر کې له دغه هیواده په بې شرمۍ سره ووتل.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 28, 2022 01:31 Asia/Kabul
  • له افغان کډوالو داسلامی ایران میلمه پالنه به هیڅکله هم هیره نشي

امریکائي نیواکګرپوځيان  د افغانستان د اقتصادی او روغتیائی بیخ بینائيو له تباه کولو او بې شمیره جنایتونو وروسته ، په نهایت کې د ۲۰۲۱کال په اګست آخر کې له دغه هیواده په بې شرمۍ سره ووتل.

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سیاسی مرستیال شیر محمد عباس  ستانکزئپرون په کابل کې په یولړ دستورو کې په تیرو څلورو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو د منلو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت په قدرونې سره  ووئیل ، افغانان هیرونکي نه دي  اود افغان کډ،الو دمیلمه پالنې په خاطر به  په مناسب وخت کې  د خپلوګاونډیانوپه تیره بیا د ایر او پاکستان دنیکیّو جایزه وکرړي.

ستانکزئ په عین حال کې خپل هیواد ته د افغان کډوالو  دستنیدا پر ضرورت ټينګار وکړ.

 دایران اسلامی جمهوریت په تیرو څلورو لسیزو کې  د افغانستان د  خلکو په کوربتوب کې هیڅ  کمئ نه دی پریښی او دمګړۍ هم د دغه هیواد دکابو پنځو میلیونو  کډوالو کوربه دی .پاکستان هم  کابو درې میلیون افغان کډوال لري.

له کابو څلور لسیزې مخکې څخه د شوروي دسرۀپوځ په لاس د افغانستان  له نیواک  او همداراز د له ۲۰۰۱کال راهسې د امریکا په نیواک سره ، د افغانستان  په میلیونونو خلک کډه په سر شوي او په مختلفو  هیوادونو کې ژوند کوي.امریکائي نیواکګرپوځيان  د افغانستان د اقتصادی او روغتیائی بیخ بینائيو له تباه کولو او بې شمیره جنایتونو وروسته ، په نهایت کې د ۲۰۲۱کال په اګست آخر کې له دغه هیواده په بې شرمۍ سره ووتل.