په نورستان کې پنځه سوه میرمنو ته لمریز نغري ورکړل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121812-په_نورستان_کې_پنځه_سوه_میرمنو_ته_لمریز_نغري_ورکړل_شول
 د افغانستان د نورستان ولایت ځایي چارواکي وایي ددغو نغریو په کارولو سره به دچاپیریال دککړتیا او ځنګلونودپریکولو مخه ونیول شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2022 08:32 Asia/Kabul
  • په نورستان کې پنځه سوه میرمنو ته لمریز نغري ورکړل شول

 د افغانستان د نورستان ولایت ځایي چارواکي وایي ددغو نغریو په کارولو سره به دچاپیریال دککړتیا او ځنګلونودپریکولو مخه ونیول شي

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ، د افغانستان د نورستان دوالي ویاند سیف الدین لټون وایي له نورستانیانو سره دملګرو ملتونو دمرستو په دوام کې د مرکز پارون او خواوشاه ولسوالیو پنځه سوه میرمنو ته لمریز نغري ورکول شول. نوموړي وویل ددې نغریو په ترلاسه کولو سره له یوې خوا د کورنیو میرمنو ته په پخلي کې اسانتیا رامنځته شوه او له بلې خوا به د چاپیریال دککړتیا او دغه راز دځنګلونو  وهلو مخه ونیول شي،دنورستان دوالی ویاند وویل دنورستاني میرمنو سره په نورو برخوکې هم دمرستو پروګرامونه تر لاس لاندې لري . پرهمدې مهال د نورستان دمرکز پارون دوه تنه نارینه اوسیدونکو چې دکور میرمنو یې دا لمریز نغري تر لاسه کړي . ددې مرستې له امله خوښي څرګنده کړې اووایي په کور کې له لوګیو او له ځنګلو دلرګیو له راوړلوبی غمه شول، نورستان دافغانستان په ختیر کې لرې پروت غریز ولایت دی چې استوګن یې تر ډیره د ژوند له لومړنیو اسانتیاو هم بې برخې دي

Image Caption
Image Caption

 

په دې اړه له ننګرهاره زمونږ د خبریال رالیږلی مفصل راپور په ګډه سره آورو .