یوناما د کاج ښونیز مرکز چاودنه په سختو ټکو سره وغندله
Oct 03, 2022 08:55 Asia/Kabul
په افغانستان کې د ملګروملتونو سياسي نمايندګۍ دفتر يوناما نن دوشنبې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په کابل ښار کې د جمعې د ورځې د چاودنې له امله د مرګ ژوبلې شمیر په زیاتیدو دی.
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ په کابل کې د یوناما دفتر په یوې اعلامیې کې وئيلی دي،د پلازمینې کابل په یوې شيعه میشته سیمه کې د جمعې ورځې د چاودنې له امله ۴۳ تنه وژل شوي او ۸۳ ټپیان دي.
اعلاميه زياتوي نجونې او ځوانې ښځې ددې پېښې اصلي قربانیانې دي.په اعلامیه کې راغلي،د تلفاتو شمېر ښايي نورهم لوړ شي.اعلاميه زياتوي په کابل کې د یوناما دفتر د بشري حقونو د څانګې لخوا ددې بريد په اړه څېړنې دوام لري.
په دې اړه له کابله زمونږ دخبریال رالیږلی راپور په ګډه سره آورو .
ټیګونه