له روسیې افغانستان ته د وارداتي تیلو لومړۍ جوپه ورسیده
Oct 04, 2022 08:27 Asia/Kabul
په همدې حال کې په دې وروستیو کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست مولوي نورالدین عزیزي له روسیې څخه د نفتو او غنمو د پېرلو قرارداد اعلان کړ.
د طالبانو چارواکي وايي له روسيې څخه د نفتي توکو لومړۍ جوپه تورغني بندر ته را رسېدلې ده.
طالب چارواکو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
په همدې حال کې په دې وروستیو کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست مولوي نورالدین عزیزي له روسیې څخه د نفتو او غنمو د پېرلو قرارداد اعلان کړ.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر څرګنده کړه چې طالبان په خپلو سوداګریزو شریکانو کې د تنوع په لټه کې دی او ویلي یې دي چې د روسیې حکومت افغانستان ته د نفتي توکو په پېرلو کې د نړیوال اوسط په پرتله تخفیف ورکړی دی.
ټیګونه