د انجلیو د ښوونځیو د پرانیستلو بهیر پرمختګ کړی
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د هیواد د انجلیو د ښوونځیو په پرانیستل کیدا کښې یوشمیر پرمختګونه شوي دي.
طالبانو ډلې د تیر میلادي کال د اګست په پینځلسمه نیټه واک ته له رسیدا وروسته د انجلیو ښوونځي د ځینو اصلاحاتو د ترسره کولو په هدف سره تراوسه تړلي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون وویل د طالبانو په حکومت په تیره بیا په معارف وزارت کښې د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا د مشکل د حل کیدا په برخه کښې یوشمیر پرمختګونه شوي دي او په نږدې راتلونکي کښې به د افغانستان ښاریزو ته ښه خبرونه اعلان شي.
د ښځو د اساسي حقوقو تامینول، د انجلیو د ښوونځیو په کامل ډول بیرته پرانیستل ، د نورو هیوادونو پرضد د افغانستان له خاورې استفاده نه کول او په دغه هیواد کښې د پراخ بنسټه حکومت جوړول د طالبانو د حکومت په رسمیت د پیژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې وارمخکې شرطونه دي.