څه باندې ۲ زره کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122204-څه_باندې_۲_زره_کډوال_له_ایرانه_افغانستان_ته_ستانه_شوې_دي
په نیمروز ولایت کښې ځایي سرچینو ویلي چې په روانه اونۍ کښې له دوو زرو زیات افغانستاني کډوال له ایران څخه خپل هیواد ته رسیدلې دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 12, 2022 11:35 Asia/Kabul
  • فایل فوٹو
    فایل فوٹو

په نیمروز ولایت کښې ځایي سرچینو ویلي چې په روانه اونۍ کښې له دوو زرو زیات افغانستاني کډوال له ایران څخه خپل هیواد ته رسیدلې دي

د فارس خبري آژانس د افغانستان د برخې د خبریال د رپورټ له مخې، په نیمروز ولایت کښې ځايي سرچینو وویل چې د تیرې یوې اونۍ په دوران کښې څه باندې ۲ زره افغان کډوال له ایران څخه خپل هیواد ته ستانه شوې دي.

ایران په کراتو ویلي دي چې په دغه هیواد کښې د کډوالو د شتون د قانونمند کولو په لړ کښې یې د کډوالو لپاره د ویزې د صادرولو په شمول یولړ اقدامات په نظر کښې نیولي دي.

په کابل کښې د ایران سفارت هم په دې وروستیو کښې ویلي چې د ایران د سیل یا ویزیټ ویزاو صادرول د افغانستان د ټورازم شرکتونو ته سپارل شوې دي.

په افغانستان کښې له سیاسي بدلونونو وروسته او د عامه عفوې په هکله د طالبانو له ټینګار سره سره ځینې افغانستاني ښاریز د ایران او پاکستان په شمول ګاونډي هیوادونو ته کډه شول.