طالبان له امریکا سره د اړیکو پیاوړي کول غواړي
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړ د طالبانو حکومت د امریکا لخوا د دغه ډلې د حکومتي چارواکو لپاره د ویزې د محدودیت لګولو ته په غبرګون کښې ټينګار وکړ دا ډول فیصله د طالبانو او د واشنګټن ترمینځ د اړیکو د پیاوړي کیدا خنډ ده.
د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د امریکا لخوا د دغه ډلې د چارواکو لپاره د ویزو محدودیت ته په غبرګون کښې وویل دغه فیصله به د اړیکو د پیاوړي کیدا خنډ او د افغانستان د ملت د مشکلاتو د نه حل کیدا سبب شي.
د امریکا لخوا دغه محدودیت په داسې شرایطو کښې اعلانیږي چې په تیرو څو ورځو کښې د قطر پلازمینې دوحې کښې د افغانستان د طالبانو او د امریکا د استازیو ترمینځ په لوړه سویه خبرې اترې ترسره شوي وې.
دا څوم ځل دی چې امریکا د طالبانو له چارواکو سره د خبرو اترو له هر پړاو وروسته د دغه ډلې پرضد نوي محدودیتونه او بایکاټونه لګوي او واشنګټن یوځل بیا ثابته کړي ده چې هیڅکله د اعتماد وړ نه دی.