په ننګرهارکې داوبو رسولو دیو سترکانال د جوړولو هوکړه وشوه
دننګرهار دوالی دویندوې له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دننګرهار د سیندیزی حوزې او جاپان د( پي ایم ایس)موسسې د مسولین تر منځ د دې ولایت دکوټ په ولسوالۍ کې دیو ستر کانال د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو. نور تفصیل یې زمونږ د خبریال اصف شینواری په راپور کې
افغان چارواکي وایی ددې سترکانال او نورو ملحقاتوپر جوړولو یو ملیون ډالر لګول کیږي
دننګرهار دوالی دویندوې له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دننګرهار د سیندیزی حوزې او جاپان د( پي ایم ایس)موسسې د مسولین تر منځ د دې ولایت دکوټ په ولسوالۍ کې دیو ستر کانال د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو.
په خبرپاڼه کې د یادې موسسې د مشر انجنیر بیدار مشتاق له خولې ویل شوي چې دا کانال چې د کوټ ولسوالۍ په لاغرجوی سیمه کې موقعیت لري ۴۳۰۰ متره اوږدوالی ولري چې ورسره به د ۱۶۰۰ متره مساحت په پراخوالي د اوبو راکرځولو یو بند، په سیمه کې داوبو د طبیعي چینو څخه داوبو اخیستلو سیستم، یوولس پلچکونه، د دوه زره متر مکعب لرونکی اوبو ذخیره او دغه راز ددوه زره مترو په اوږد والي د احاطې دیوال هم جوړ شي.