امریکا او ناټو دافغانستان ژواک چاپيریال ته ډیر زیات تاوانونه رسولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122406-امریکا_او_ناټو_دافغانستان_ژواک_چاپيریال_ته_ډیر_زیات_تاوانونه_رسولي_دي
په افغانستان کې د مختلفو وسلو آزموینې ،پردې سربیره چې د افغانستان ژواک چاپیریال ته ئې ډير تاوانونه اړولی ،په ماشومانو په تیره بیا په نوزیږو کې دمختلفو ناروغیو د رامینځةکیدا لامل هم شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2022 02:48 Asia/Kabul
  • امریکا او ناټو دافغانستان ژواک چاپيریال ته ډیر زیات تاوانونه رسولي دي

په افغانستان کې د مختلفو وسلو آزموینې ،پردې سربیره چې د افغانستان ژواک چاپیریال ته ئې ډير تاوانونه اړولی ،په ماشومانو په تیره بیا په نوزیږو کې دمختلفو ناروغیو د رامینځةکیدا لامل هم شوي دي.

د افغانستان د طالبانود موقته حکومت د خارجه وزارت سیاسی مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزئ پرون  په کابل کې د موسم  او آب و هوا د بدلون داونۍ په مناسبت ددرنښت په یولړ دستورو کې  ووئیل،امریکا او ناټو  او شوروي  له ډول ډول وسلو څخه د استفادو په دلیل  دافغانستان ژواک چاپیریال ته جدي او نه جبرانیدونکي تاوانونه رسولي دي.

افغانستان همدااوس د امریکا او دهغې دمتحدانو د پوځیانو د  شل کلنې نیواکګرۍ له امله له انساني ،اقتصادي،خوړو او چاپيریالی بحرانونو سره  لاس اوګریوان دی .

شرمحمد ستانکزي پر نړیوالې ټولنې غږ کړیدی ، په افغانستان کې دې دژواک چاپیریال  د ښه کولو لپاره  ورسره ملګرتیا وکړي .  دغه څرګندونې پهداسې حال کې مطرح شوي دی چې امریکا او ناټو  په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې مختلفې وسلې آزمویلي دي او په دغه هیواد کې د مختلفو وسلو آزموینو ، دغه هیوادعملا د پوځي وسلو په یوه آزمیښتځاي بدل کړ.

په افغانستان کې د مختلفو وسلو آزموینې ،پردې سربیره چې د افغانستان ژواک چاپیریال ته ئې ډير تاوانونه اړولی ،په ماشومانو په تیره بیا په نوزیږو کې دمختلفو ناروغیو د رامینځةکیدا لامل هم شوي دي.