افغانستان کښې به سختې واررې او بارانونه وشي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122472-افغانستان_کښې_به_سختې_واررې_او_بارانونه_وشي
صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د هواپیژندنې ادارې د خزان موسم په لومړیو ورځو کښې د واورې او د بارانونو د وریدا او د سیلاب د راتلو خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2022 01:32 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې به سختې واررې او بارانونه وشي

صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د هواپیژندنې ادارې د خزان موسم په لومړیو ورځو کښې د واورې او د بارانونو د وریدا او د سیلاب د راتلو خبرداری ورکړ.

د افغانستان د هواپيژندنې ادارې پرون د هیواد په اوو ولایتونو کښې د سختو واورو او د بارانونو د وریدا او د ناڅاپه سیلابونو د راتلونکو د احتمال خبرداری ورکړ.

د افغانستان د هواپيژاندنې ادارې وویل په بدخشان ، تخار ، قندوز ، بغلان ، پنجشیر ، نورستان او کونړ ولایتونو کښې به سختې واورې او بارانونه وشي.

د ویلو ده چې د افغانستان ګڼ شمیر خلک چې د امریکا د بندیزونو  په وجه له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دي په روان په روان ووړي کښې د درملو او د څښاک د سالمو اوبو د نه لرلو په شمول د امکانانو د کمښت له کبله مړه شول.