طالبانو په کابل کښې د پنجشیر سیمې خلک نیولي دي
د فرانسې نړیوالې راډیو پرون د ځايي سرچینو په قول وویل د افغانستان د طالبانو قومندان په پلازمینې کابل کښې د پنجشیر ولایت دوه سوه شل کسان نیولي دي.
په پنجشیر ولایت کښې د طالبانو د پولیسو پخواني قومندان عبدالحمید خراساني په تیرو یوه میاشت کښې په کابل کښې د پنجشیر ولایت څه د پاسه دوه سوه شل ښاریز نیولي دي.
دغو سرچینو وویل د طالبانو پخوانی قومندان عبدالحمید خراساني له خپلې څوکۍ څنګ ته کیدا وروسته کابل ته ورغلی او د پنجشیر سیمې د ښاریزو نیول یې په اجنډا کښې شامل کړي دي.
د پنجشیر ولایت په ټولو نیول شویو کسانو چې ملکي وګړي دي لګول شوی تور د مقاومت له جبهې سره ملګرتیا کول دي او دغه ټول کسان د طالبانو د استخباراتو ادارې ته ورسپارل شوي دي.
عبدالحمید خراساني چې د طالبانو تاجیک قومندان دی د دغه تور د ردولو په ترڅ کښې ویلي دي چې په کابل کښې یې یوازې د ملي مقاومت جبهې دیرش غړي نیولي دي.
دغه راز په پنجشیر ولایت کښې ځايي سرچینو وویل د مقاومت د جبهې د لسو نیول شویو کسانو مړي یې چې یوه میاشت مخکې طالبانو په ډزو ویشتلي وو خاورو ته سپارلي دي.
د افغانستان د مقاومت د جبهې یو قومندان محمد یار ،د هغه درې زامن او یو ورور په وژل شویو کسانو کښې شامل دي چې طالبانو وژلي دي.